ښځې

 منيژه تلاش: د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوم

افغان ورزشکاره منیژه تلاش وايي، د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

منيژه تلاش د ٢٠٢٤ کال پارېس پارالمپیک کې د کډوالو په ټیم کې د بریک ډانس کټګورۍ کې برخه اخیستې وه. خو هغه په ​​لومړنیو سیالیو کې د اعتراضي پیغام د لېږدولو له امله د سیالۍ له دوام څخه بې برخې شوه.

د اولمپيک د قانون له مخې د اولمپيک په ميدانونو او ځايونو کې د سياسي شعارونو او څرګندونو اجازه نشته.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د المپیک د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د ښځو د حقونو شعار سیاسي نه دی.

خو منيژه تلاش ټینګار کوي چې هغې دا اعتراض له څلورو میاشتو راهیسې پلان کړى و او له شکه پرته چې بیا به یې هم تکرار کړي.

دغه ۲۱ کلنه افغان لوبغاړې دا مهال په هسپانیه کې ژوند کوي.

خو منيژه تلاش د ساردجو په وړاندې په لومړنۍ لوبه کې ماتې وخوړه او که له دې سيالۍ نه هم بې برخې شوې واى د صعود امکان يې نه درلود.

هغه وايي چې د « لوږې لوبې» فلم څخه په الهام يې د ښځو د حقونو شعار پورته کولو ته هڅول شوې وه.

آغلې تلاش وويل: «تر هغه ځايه چې زما په ياد دي،  زه، زما په شاوخوا کې د بمونو له غږونو سره، له خپلو عزيزانو سره، چې يو شمېر مو په چاودنو کې له لاسه ورکړل، لويه شوم.»

آغلې تلاش د افغان ښځو د یوې سیمه ییزې ټولنې په مرسته له هسپانیا څخه پارېس ته تللې وه.

د افغانستان ورزشکارې ذکیې خدادادي د پارېس په المپیک لوبو کې د برونزو مډال وګاټه.

د ١٤٠٢ لمريز کال په زمري میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې، په افغانستان کې د ښځو او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګول شوي دي.

آغلې تلاش وايي افغان مېرمنې دا مهال په افغانستان کې په «پنجرو کې» ژوند کوي او دا يې  دنده ده چې «مقاومت» وکړي.

طالبانو ویلي د پارېس په المپیک کې ښځینه ورزشکارانې د  افغانستان استازیتوب نه کوي.

متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو دا روښانه کړې چې د طالبانو په رسميت پیژندل د ښځو د حقونو په اړه د دوی د دریځ بیاکتنې او د نجونو لپاره د ښوونځیو بیا پرانیستلو سره مشروط دي.