فرهنګ او هنر

د فارسي ژبې بهمني غزل بول ومړ

د فارسي ژبې وتلی شاعر محمد علي بهمني پرون د جمعې په ورځ د ۸۲ کلونو په عمر د تهران په یوه روغتون کې ومړ.

د ايران اسلامی جمهوری ورځپاڼی (ایرنا) د دغه شاعر د مړینې لامل د زړه حمله ښودلې ده.

محمد علي بهمني د سیمین بهبهاني، فریدون مشیري، هوشنګ ابتهاج او حسین منزوي د فارسي ژبي له عصري شاعرانو  څخه و.

ښاغلي بهمني د غزل ترڅنګ په شعر لیکلو کې هم لاس درلود.

د هغه ډېرې شعري ټولګې خپرې شوې او په ځينو غزلونو يې سندرې هم جوړې شوې دي.

د ښاغلي بهمني د ډېرو مهمو اثارو له جملې څخه «کله ناکله خپل ځان پسې خفه کېږم( ګاهى دلم براى خودم تنګ مى شود)،« باغ لال» او «شاعر د اورېدو دى(شاعر شنيدنيست)» یادونه باید وشي.

ښاغلي بهمني له افغان شاعرانو سره نېږدې اړیکې درلودې او یو ځل د محمد کاظم کاظمي د «زه په پښو راغلی وم، په پښو به ځم»( پياده آمده بودم، پياده خواهم رفت) د شعر په ځواب کې له اوښکو ډک شعر ولیکه.