روغتیا

 د ۵ روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د دایکندي اوسېدونکي له «خراب روغتیايي وضعیت» سره مخ کړي 

سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې په دایکندي کې د پنځو روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د دغه ولایت اوسېدونکي له «خراب روغتیايي وضعیت» سره مخ کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه روغتيايي مرکزونه د آسایش نړيوالې موسسې په مرسته جوړ شوي او د يادې موسسې د فعاليتونو لغوه کېدو د دغه ولايت د اشترلي، خدير، کيتي او شهرستان ولسواليو اوسېدونکي له ناوړه روغتيايي وضعيت سره مخ کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې په دايکندي ولايت کې د نړيوالې هوساينې موسسې فعاليتونه د امريكې لخوا درول شوي دي.

د اشترلي ولسوالۍ د خوشک کلي اوسېدونکي محمد امير ملنګ وايي، چې د «ده عروس» روغتيايي مرکز فعاليتونه له پنځو مياشتو راهيسې بند دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه مرکز د آسایش نړيوالې موسسې   په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د محمد امير ملنګ په وينا، د دغه روغتيايي مرکز په تړل کېدو سره د اشترلي ولسوالۍ نيمايي وګړي له روغتيايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

هغه وايي، چې د دغه روغتيايي مرکز له خدمتونو څخه د اشترلي، د نيلي ښار او شهرستان ولسواليو اوسېدونکو ګټه اخيستله.

د دايکندي د اشترلي ولسوالۍ دغه اوسېدونکى وايي: «د دوبي په دې موسم کې بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوې دي. خو دا چې کلينيک تړل شوی او نور روغتيايي مرکزونو لېرې دي، خلک له جدي روغتيايي ننګونو سره مخ دي.»

د دایکندي ولایت اوسېدونکي وايي، نه پوهېږي چې ولې آسایش نړيوالې موسسې روغتیايي چوپړتياووې په ټپه درېدلې دي.

د دايکندي يو بل اوسېدونکي ناصر اميري وويل: «خلک غواړي چې دغه موسسه دې په دايکندي کې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.اوسنی « نظام» باید د بنسټونو ملاتړ وکړي او د دوی فعالیتونو ته دې زمينه برابره کړي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي روح الله(مستعار نوم) وويل:«دا مهال د ګرمۍ موسم په ډېرېدو دی او بېلابېلې ناروغۍ په ځانګړې توګه اسهال په ماشومانو کې پراخېږي؛ خو د روغتيايي مرکز نشتوالي خلک سخت اندېښمن کړي دي.»

د کيتي ولسوالۍ دغه اوسېدونکو له طالبانو وغوښتل، چې په دايکندي کې آسایش نړيوالې موسسې د بيا پيل لپاره زمينه برابره کړي او پرېږدي، چې دغه موسسه خلکو ته خپل روغتيايي چوپړتياووې له سره پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيايي مرکزونو او ړ متخصصو ښځينه ډاکټرانو کمښت او په روغتيايي مرکزونو کې د درملو نشتوالى د دايکندي ولايت د روغتيايي مرکزونو پر وړاندې عمده ننګونې دي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ سره ستونزې ډېرې شوې دي.