د افغانستان د عدالت غوښتونکو غورځنګ له ادرسه د ښځو یوې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو ته دې هېڅ ډول مشروعیت نه ورکوي او پر طالبانو دې نور محدوديتونه او بندیزونه وضع شي.
دوی د «د طالبانو د صحرايي محاکمو او پټو زندانونو» د مخنیوي او د هغو هېوادونو د هر ډول احتمال د مخنیوي غوښتنه هم وکړه چې طالبان په رسمیت پېژني.
دغه مېرمنې وایي، د طالبانو ضد لاريونونو د پیاوړي کولو لپاره باید د اعتراض کوونکو ښځو د دریځ ملاتړ وشي.
دوی همداراز وايي چې «د افغانستان د ښځو د راتلونکي په اړه په نړیوالو غونډو کې شوې پرېکړې او پايلې باید په جدي توګه وڅېړل شي او د پرېکړو د عملي کولو لپاره باید لازم اقدامات وشي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دا اونۍ د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.