ښځې

د هیلو کړکۍ غورځنګ: طالبان د نجونو د زده کړې په بندولو په ټولنه کې ناپوهي بنسټيزه کوي

 د ښځو د هيلو کرکۍ غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبان غواړي په ټولنه کې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو څخه د نجونو او د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو له  زده کړې څخه په منع کولو سره په ټولنه کې «ناپوهي» بنسټيزه کړي.

دغه غورځنګ په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د جهالت په سیوري کې د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره د «د علم ځپنې تګلاره» تعقیبوي.

دغه غورځنګ وویل، «طالبان پوهیږي چې ښځې د دوی د حکومت د بقا لپاره یو جدي ګواښ دی.»

د دغه غورځنګ لاريون کوونکې ښځې وايي، طالبان په «په ټینګار» د بشري حقونو له اصولو سرغړونه کوي او د نړۍ او افغانانو غږ نه اوري.

له بل پلوه، د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د هلکانو لپاره ښوونيز نصاب هم سانسور کړی او د عصري مضامینو سره يې هغه مضمونونه چې «سختدريځۍ او ترهګرۍ» ته وده ورکوي، ځاى پرځاى کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم  سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.