په هرات کې د ښځو په لاس د ګنډل شویو جامو پلورونکي وايي، دغه جامې چې په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې ډېرې مشهورې دي، اوس د پلور بازار له کمښت سره مخ دي.
د دغو توکو پلورونکي وايي، چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو سره د هرات مېرمنې په کمه اندازه په لاس جوړ شوي او ګران بيه توکي کاروي.
په دې راپور کې د هراتي ښځو د لاسي ګنډلو د بازار وضعیت انځور شوی دی.
د هرات د ښځو لاسي توکي چې عام او ځانګړي دي، دلته په هرات ښار کې پلورل کېږي – داسې بازار چې اوس له پېرودونکو خالي ښکاري.
په دغه مارکېټ کې پلورونکي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خلکو اقتصاد د افت شاهد دى او د عنعنوي توکو د پېرودونکو شمېر د پام وړ کچه کم شوی دی.
د جامو پلورونکي احسان الله وايي:«زموږ کار او بار د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی، پخوا به ډېرې غونډې کېدلې او جامې به ډېرې پلورل کېدلې، خو اوس يې د پلور او کرايې په برخه کې ډېر کموالی راغلی دی. زمونږ ډېرىدپېرېدونکي بهر ته لاړل او اوس هم د هغو کسانو لپاره کار کوو چې هېواد يې پرېښى دى.»
دا جامې په لاس ګنډل شوي او د ځانګړو دودیزو میتودونو سره چمتو شوي – هغه جامې چې اوس مهال مناسب بازار نلري.
يو تن خياط محمد امان وايي: «کار او بار يو شان دى، اوس چې هټۍ زما ده، نو له ٢ زره يا ١٥٠٠ څخه زياتې پيسې کور ته نشو وړلى او ځيني مياشتو د دوکان د کرايې پوروړي کېږو.»
ګنډافغاني یو له مشهورو جامو څخه دی چې په بیلابیلو ډولونو چمتو کیږي – دا ډول جامې نه یوازې په هېواد کې بلکې په بهر کې هم ډیر مینه وال لري.