ښځې

نظیفه محبي؛ هغه ښځه چې د طالبانو د محدودیتونوپه سیوري کې یې رستورانت پرانیست

یو شمېر ښځې چې د طالبانو د بندیزونو تر سيوري  لاندې یې سوداګري پیل کړې وايي، له ډېرو ننګونو سره لاس او ګريوان دي.

نظیفه محبي یوه له هغو میرمنو څخه ده چې په کابل کې یې د ۵۰ زره افغانیو په لګښت له ښځینه کارکوونکو سره یو رستورانت جوړ کړی دی.

نوموړې وايي، طالبان کله ناکله په رستورانت کې د ښځو شتون له امله ننګوونې رامنځته کوي.

د هغې په وينا، آن  طالبانو يو ځل دا رستورانت د ښځينه کارکوونکو د شتون له امله تړلى و.

که څه هم نوموړې وايي، دا رستورانت د کم عاید سربېره د ښځو لپاره د عاید سرچینه ګرځېدلې، خو د طالبانو د لاسوهنو له امله له ډېرو ننګونو سره مخ شوې ده.

دغه رستورانت د پېرېدونکو لپاره دودیز خواړه وړاندې کوي، لکه اشک، هغه خواړه چې په پخلنځي کې د ښځو د ګډ کار حاصل دي.

نظیفه محبي چې پخوا یې له یو شمېر ادارو سره کار کړی او یو وخت یې لاسي صنایع هم تولیدول، د طالبانو تر واک ته رسېدو او پر ښځو د بنديزونو لګولو وروسته یې رستورانت پیل کړ.

تر څو په ټولنه کې خپل ځان او یو شمیر ښځې وساتي او د عاید سرچینه ولري. خو د دغې سوداګرې په وینا، طالبان کله ناکله د هغې پر سوداګرۍ ډبرې غورځوي.

نظیفه محبي وايي : «تاسو ولې جواز نه اخلئ، ولې ښځې دي، ولې ستونزه ده، ولې نارینه او ښځې سره یو ځای دي، په داسې حال کې چې ښځې په پخلنځي کې وي او موږ ستونزه نه لرو؛ خو موږ لا هم ستونزو سره مخ يو.»

 نږدې دوه کاله د ياد رسټورانټ د پرانستو کېږي.

یو له خورا جدي ننګونو څخه طالبان دي. د رستورانت د مدیر په وینا، په پخلنځي کې د ښځو شتون کله ناکله د رستورانت کار ګډوډوي. نوموړې وايي، طالبان ترې پوښتنه کوي چې ښځې دلته ولې دي.؟

آغلې محبي وايي:«هغه ورځې چې زه دلته د یو ساعت لپاره ځم، وايي منډه کړه چې د فلانکي ځاى څخه کسان دٸ. یوه ورځ دوی راغلل او دا ځاى يې مهرلاک کړ چې ولې دلته ښځې شتون لري. ښځې په پخلنځي کې دي، دوی بهر نه ځي، دوی یوازې خواړه چمتو کوي، بهر يې راباسي او خلکو مخ ته يې ږدي.»

رستوران ورو ورو خپل ځای او پیرودونکي موندلي دي. هغه پیرودونکي چې باور لري د ښځو د لاس خواړه خوندور دي.

د کابل اوسيدونکي، نصير احمد وايي: «زه تل له خپلو همکارانو سره دلته راځم. ځکه چې دا د ښځو په لاس پخېږي دی. دا خواړه  هم ګټور دي او هم  خوندور.»

د کابل یوه اوسېدونکي رازق آمو ته وویل: « د دې ځاى خواړه د ښځو له خوا پخېږي. دا خواړه ښه او خورا ارزانه دی.»

  طالبانو وروسته له هغه چې پر کابل واک تر لاسه کړ، دوی په ډېرو دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو بندیز په سلهاو زره افغان ښځې له کار او اقتصاد څخه بې برخې کړې، او د ځینو کورنیو  ژوند چې د کورنۍ  سرپرستي يې د ښځو تر غاړې وه، له ننګونو سره مخ کړ. سره له دې چې د افغانستان دننه تر سیمې او نړۍ پورې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه شوې،  خو طالبان له خپلې پرېکړې يو قدم هم شاته شوې نه دي.