روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان مشر او طالبانو روغتیا وزیر لیدنه د افغان مېرمنو «پر مخ څپېړه» و بلل شوه

د طالبانو د روغتیا له سرپرست وزیر نور جلال جلالي سره د روغتیا نړیوال سازمان د مشر لیدنه له توندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده.

ځينو د هېواد پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونو ته په اشارې سره پر دې لیدنې له سختو نيوکو سره دا د افغان ښځو پر مخ درنه «څپېړه» وبلله.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پرون ناوخته په خپله اېکس پاڼه کې اعلان وکړ چې د طالبانو تر ادارې لاندې یې د روغتیا له سرپرست وزیر سره په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او کار او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه ولیدل.

د طالبانو د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ سویس ته تللی دی.

ښاغلي جلالي د ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کې چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وو، په یوه خبري غونډه کې وویل، «د طالبانو د ځانمرګو بریدونو پر کنډک ویاړي.»
هغه وویل: «استشهادي یا د ځانمرګو کنډک موږ ته له جهاد را پاتې دی او زموږ وياړ دی، که څه هم د هغې کمښت او زياتوالی زموږ خپله پرده ده. اوس اړتیا هم نشته.»

اوس د طالبانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت په وینا، نوموړی د نړیوالو بنسټونو په بېلابېلو غونډو کې د ګډون په موخه سویس ته تللی او په افغانستان کې یې د طالبانو تر ادارې لاندې د روغتیایي وضعیت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان د مشر په ګډون له ځینو بنسټونو سره «کتنې او خبرې اترې» کړې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: «په دغه سفر کې د [طالبانو] د عامې روغتیا محترم وزیر د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په غونډو کې د ګډون سربېره، د ساري ناروغیو د کنټرول، په ​​افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو، د روغتیایي خدمتونو د پراختیا، د روڼتیا او د روغتیایي خدمتونو د معیاري کولو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان له سرمنشي ډاکټر تیدروس سره ولیدل او خبرې وکړې.»

پرون ناوخته د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم په خپله اېکس پاڼه کې له ښاغلي جلالي سره د لیدنې انځورونه خپاره کړل او لیکلي یې وو چې له هغې سره یې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي په اړه ولیدل او خبرې وکړې.

هغه لیکلي وو: «موږ همدارنګه زده کړو او کاري فرصتونو ته د ښځو د لاسرسي د تضمین پر حیاتي ارزښت هم خبرې وکړې.»

د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د طالبانو سختو محدودیتونو ته په پام سره، چې د روغتیایي سکتور ځینې برخې هم په کې شاملې دي، دا لیدنه له «جدي غبرګونونو او نیوکو» سره مخ شوې ده.

پخوانۍ ديپلوماتې اصيلا وردګ طالبان د پوليو واکسيناتورانو پر وژنې تورن کړل او په اکس کې يې په يوه يادښت کې ويلي چې بايد په دې لیدنه کې د پوليو واکسيناتورانو د وژنې په اړه ترې پوښتنه شوې وى.

آغلې وردګ پر اېکس پاڼه لیکلي دي :«کاش تاسو له هغه پوښتي وو چې ولې یې په افغانستان کې دومره بې ګناه واکسیناتوران ووژل؟»

د کابل د عامې روغتیا پخواني رییس هم طالبان تورن کړي او په اېکس کې یې لیکلي، چې دوی د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د مبارزې کمپاین له خنډ سره مخ کړی وو.

خوشحال نبي زاده، د کابل د روغتیا ریاست پخوانی رییس وایي: «د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین سلګونه کمپاین کوونکي او کارکوونکي شهیدان شول. خو اوس چې پولیو د دې لامل شوې د طالبانو د استازي پښه خورا مهم پلاتفورم ته را کش کړي، طالبانو او ملګرو ملتونو دواړو یې هرکلی کړی دی.»

طالبانو تر اوسه د هغو ادعاوو په اړه چې دوی یې په تېرو کلونو کې د پولیو واکسین د کارکوونکو په وژلو تورن کړي دي، رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د هېواد یوه پخوانۍ قانون جوړونکې هم دغې دې لیدنې په اړه د اېکس په یوه یاداښت کې ویلي، له طالبانو سره انځور د ده په باور د میلیونونو افغان ښځو پر مخ «څپېړه» ده.

مريم سليمانخېل، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې وایي: «که د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د ښځو ملاتړ وکړي، باید یوه ښځینه استازی غوښتی وی. له طالبانو سره دا انځور د ملیونونو افغان ښځو پر مخ څپېړه ده.»

د پاکستان د پارلمان یوې پخوانۍ غړې هم پر ایکس لیکلي او پوښتلي یې دي چې ایا دا یوه ټوکه ده؟

بشرا ګوهرپر خپل اېکس‌پاڼې لیکلي چې: «یا دا ټوکه ده؟ دا د ترهګرو لخوا د افغانستان اشغال ته د مشروعیت ورکولو لپاره د غونډې په څیر دي.»

خو په دې ډول غونډو او تعاملاتو سره د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د افغانستان په مسئله کې کومه موخه لټوي؟

سیما نوري، د بشري حقونو فعاله وایي : ڼ‎«دا سیاستونه په بشپړه توګه دوه اړخیزه ښکاري. ملګري ملتونه غواړي په دې پلمه د افغاني ټولنې اړتیاوې پیدا کړي، خو دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او سیاسي پایلې به ولري.»

په همدې حال کې خلک د تېر په څېر یو ځل بیا له نړۍ غواړي چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د افغانستان د بشري حقونو مسلې ته لومړیتوب ورکړي.

له دې ټولو سره سره په داسې حال کې د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست سویس ته تللی او هلته یې د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې کړي، چې د هېواد د طبي پوهنځیو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو زرګونه زده محصلینې د طالبانو د فرمانونو له امله له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

هغه مسله چې د بشري حقونو فعالان وايي، له امله افغانستان به په اوږد مهال کې د روغتیا په برخه کې د ډاکټرانو او ښځینه کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.