افغانستان

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو ته یې د حافظ ګل بهادر ډلې او تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغانستان له خاورې د ګډې کارونې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت ویاندې ټینګار کړی، چې اسلام اباد له طالبانو غوښتي، د پاکستان په بنو ښار کې څلور ورځې وړاندې د خونړي برید د عاملینو پر وړاندې سمدستي، قوي او اغېزمن اقدامات وکړي.

څلور ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د بنو ښار په یوه پوځي مرکز د لسو بریدګرو له خوا مرګونی برید ترسره شو. په دې برید کې ۸ پاکستاني پوځیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالب چارواکو ته یې د دغه برید او د حافظ ګل بهادر ډلې او ټي ټي پي له خوا د افغان خاورې د کارونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د بنو د برید د عاملینو پر ضد یې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

ممتاز زهرا بلوڅ، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي: «پاکستان په بنو کې د جولای د ۱۵مې د ترهګریز برید او د حافظ ګل بهادر ډلې او د تحریک طالبان پاکستان لخوا د افغان خاورې په کارولو سره په پاکستان کې د وژونکو بریدونو په اړه افغان چارواکو ته خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې ده. موږ د افغانستان له موقت حکومت په جدي توګه غوښتنه کوو چې د جولای د ۱۵مې د برید د عاملینو پر وړاندې بېړنی، پیاوړی او اغېزمن اقدام وکړي او په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.»

اسلام اباد له یوې خوا د حافظ ګل بهادر ډله په پاکستان کې د بنو د برید او ګڼو نورو وژونکو بریدونو مسؤوله ګڼي او له بلې خوا باور لري چې دا ډله په افغانستان کې فعالیت کوي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بنو برید د افغانستان پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي چې په خپلو پولو کې د ترهګرو د پټنځایونو پر وړاندې کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

ممتاز زهرا بلوڅ ويلي: «د اقدام لپاره د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو شتون د سیمې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.»

له بلې خوا، د ټي ټي پي او نورو پاکستان ضد ډلو د ځپلو په موخه، د دغه هېواد پوځ د پیاوړي هوډ په نوم عمليات پيل کړي دي. دلته په بنو ښار کې چې نا ارامه او د امنیتي ضد پېښو شاهد دی، په زرګونو خلکو د دې عملیاتو پر ضد لاریون وکړ او د دې د بندولو غوښتنه یې وکړه. خو دغه لاريون په تاوتريخوالي بدل شو او يو شمېر کسان په کې ټپيان شول.

طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې او نورو ډلو لکه ګل بهادر شتون ردوي او په وار وار یې ويلي دي چې اسلام اباد د خپل امنیت د ناکامۍ پړه پر دوی اچوي.

په همدې حال کې امنیت شورا په تازه راپور کې ویل شوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده او له القاعده سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلې اډې پراخوي.