یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د هېواد له دیني عالمانو غوښتي چې د طالبانو د «ظالمانه کړنو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
د دغو اعتراض کوونکو ښځو په وینا، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په خپلو سختو کړنو او د دین په اړه په خپلو استبدادي افکارو سره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او دیني عالمانو هم د طالبانو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.
له دې سره، یو شمېر ښاریان په ځانګړې توګه ښځې هم وايي، چې دیني عالمان باید د دوی تر څنګ ودرېږي او طالبانو ته وښيي، چې د ښځو پر وړاندې د دوی چلند د دین او شریعت خلاف دی.
نږدې درې کاله کېږي چې په افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې دی. هغه ډله چې د معترضو ښځو او د هېواد د وګړو په وینا، په افغان ښځو او نجونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.
افغان معترضې ښځې د هېواد د وګړو په تېره بیا له ښځو سره د طالبانو کړنې ظالمانه بولي او زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
دغه ښځې اوس د هېواد د دیني عالمانو پر چوپتیا نیوکه کوي او له هغوی یې غوښتي چې د طالبانو له خوا له شریعت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د دین تر نامه لاندې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
مریم معروف آروین، د معترضو ښځو د غورځنګ غړې وایي: «د دین او شریعت تر عنوان لاندې د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې د هېواد د دیني عالمانو چوپتیا زموږ لپاره یوه پوښتنه ده. د هېواد دیني عالمان باید د طالبانو له خوا د دین د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.»
په ورته وخت کې؛ د هېواد اوسېدونکي هم پر ښځو او نجونو بنديزونه د دين او شريعت خلاف ګڼي او وايي، چې په هېواد کې ديني عالمان بايد د ښځو د حقونو د سړغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
د کابل یو اوسېدونکی وایي: «که څه هم زدهکړه د ښځو او خلکو لپاره لازمي ده، خو زموږ نجونې له درېیو کلونو راهیسې له زده کړو منع شوي دي. موږ له دیني عالمانو څخه غوښتنه کوو چې نور چوپ پاتې نه شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وایي: «ډېر وخت کېږي چې د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ تړل شوې دي او دا لوی ظلم دی. دیني عالمان په دې موده کې چوپ دي، خدای ته به د دوی ځواب څه وي؟»
له دیني عالمانو دا غوښتنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې څه موده وړاندې په هېواد کې یو دیني عالم د معترضو ښځو پر وړاندې په افراطي او سپکو ټکو سره داسې دریځ خپل کړ:
یحیی عنابي، دینی عالم یوې غونډې ته وویل: «دا ښځه باید د کابل په چوک کې بربنډه شوې وای، ترڅو نورو ښځو ته چې آزادي غواړي عبرت شي.»
خو ولې د هېواد ديني عالمان د طالبانو د دغه چلند په وړاندې چوپ دي؟
په تیرو درېیو کلونو کې طالبانو هر هغه بندیز چې پر ښځو او نجونو لګولی دی له دین او شریعت سره تړلی دی، حتی د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په ګډون.
خو تر دې مخکې د الازهر ستر شیخ احمد الطیب چې د مسلمانانو د علماوو د شورا مشر هم دی، د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو پر زدهکړو د بندیز لګولو پرېکړه یې «بدعت» او غیر اسلامي بللې ده.
په مصر کې د الازهر پوهنتون زر کلن تاریخ لري او د مسلمانانو په ځانګړې توګه د سني مسلمانانو لپاره د ترټولو معتبر فتوا اداره ګڼل کېږي.
خو طالبان لا هم پر خپلو پرېکړو ټينګار کوي او په تېرو درېيو کلونو کې يې يو ګام هم نه دی شاته کړی.