سوداګري

طالبان: په یوه اونۍ کې د اورګاډي له لارې  تر ۷۷ زره ټنه زیات لېږد شوى

د طالبانو تر کنټرول لاندې د  ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اورګاډي له لارې ٧٥زره٧٥٦ميټريک ټنه توکو لېږد ترسره شوی دی.

د دغه خبرپاڼې له مخې، تېره اوونۍ افغانستان ۷۵زره۷۶۵ ټنه واردات کړي او یوازې يو زرو۷۴۱ ټنه یې صادرات کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت وايي، چې دغه لېږد تر ډېره د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ د بندرونو له لارو ترسره شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال د هېواد د صادراتو په پرتله د وارداتو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي چې د صادراتو په پرتله ډېرو وارداتو افغانستان په یو بشپړ مصرفي هېواد بدل کړی او د بې وزلۍ لمن یې پراخه کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګرو نورو هېوادونو ته د افغاني توکو پر لېږد محدوديتونو باندې نیوکه وکړه او وايي، چې دوی د بانکونو له لارې د پیسو په لېږد کې ستونزې، د هېواد په بندرونو کې د سړو خونو نشتوالی او همدارنګه له حده زیات مالیات او ګمرکي فيسونو په ګډون له لويو ننګونو سره مخ دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې (د چنګاښ له ۱۵مې تر ۲۱مې) ۶۵زره۳۲۲ ټنه توکي يې دحيرتان بندر، ۵زره۶۸۱ ټنه د آقينې بندر او ۶زره۵۰۳ ټنه د تورغونډۍ د بندر له لارې لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان له خوا صادر شوي توکي وچه مېوه او د انارو جوس دي.