افغانستان

پاکستان: طالبان دې ترهګرۍ لپاره د افغانستان له خاورې کارولو څخه مخنيوى وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د شانګهاى همکارۍ د سازمان ناسته کې  په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره د لویې اندېښنې په توګه ياده کړه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د قزاقستان په کوربتوب ددې هيواد په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوې ده.

پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي شریف له طالبانو غوښتي چې د ترهګر ډلو لخوا د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنيوي لپاره  «جدي اقدامات» وکړي.

هغه په ​​«روښانه او مبهمو  اصطلاحاتو پرته» د ترهګرۍ د غندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر هم د شانګهای سازمان د غړو او طالبانو ترمنځ د «معناداره» تعامل غوښتنه وکړه. هغه د اقتصادي پرمختګ لپاره د سیمه ییزې سولې د ټینګښت پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه په ​​افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه وبلله.

اسلام اباد په وار وارطالبان  د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو طالبانو دا موضوع د پاکستان کورنۍ مسٸله بللې ده.