په تېر حکومت کې د بامیانو والي حبیبه سرابي ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به ګډون ونه کړي.
اغلې سرابي پر اېکس لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه تر لاسه کړې؛ خو په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
هغې د دوحې په دریمه غونډه کې د ګډون نه کولو دليل د دې غونډې په اجنډا کې د ښځو او بشري حقونو نه شتون ياد کړى دى.
مېرمن سرابي زیاته کړه چې ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان لپاره د حل لاره ومومي.
د افغانستان دغه نامتو مېرمنه وايي، د دوحې د دریمې غونډې په اجنډا کې باید د ښځو استازي او د مدني ټولنې فعالان شامل وای.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و، چې طالبان به په لومړۍ او دویمه ورځ د هېوادونو او سازمانونو له استازو سره خبرې وکړي.
هغې زیاته کړې، د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي او د بشري حقونو فعالان به د غونډې په دريمه ورځ (د اصلي غونډې له پای ته رسېدو وروسته) د یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري.
ټاکل شوې چې د دوحې دریمه غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې په قطر کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې په کوربه توب او څه باندې ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي.
دا غونډه به د دوحې په رتز کارلټون هوټل کې ترسره شي.