افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ماشومان د جنسي تېري او جګړې لپاره کارول کېږي

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ماشومان په «وسله والو جګړو او جنسي تېري»لپاره  کارول کېږي.

دغه سازمان وايي، په هېواد کې ماشومان په کار ګمارل کېږي او له بشري مرستو بې برخې دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ماشومانو «خونديتوب»  تضمين کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ماشومان له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ دي چې د دوى ژوند ګواښي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید د نړیوالو قوانینو او د ماشومانو د حقونو کنوانسیونونو له مخې د ماشومانو د ساتنې لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.

دغه سازمان همداراز وايي، د ٢٠٢١کال په  اګسټ کې د طالبانو واک ترلاسه کولو راهيسې د ماشومانو د وضعیت په اړه معلوماتو ته لاس رسی ډېر محدود شوی دی.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ماشومانو د زده کړو د حق د ودې ملاتړ باید وشي او له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان باید په کار ونه ګمارل شي.

په خبرپاڼه کې پر افغان دیني مشرانو او دیني عالمانو هم غږ شوی چې په ښکاره توګه د ماشومانو له حقونو ملاتړ وکړي او اجازه ورنکړي چې ماشومان «جنسي تېري» لپاره وکارول شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د ۳زره۵۴۵ ماشومانو حقونه چې عمرونه یې له څو میاشتو څخه تر ۱۷ کلونو دي، په جدي توګه تر پښو لاندې شوي دي.

د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د ماشومانو د وژنې ۵زره۵۱۹ پېښې ثبت کړې، چې د طالبانو له خوا د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو لویه شمېره ده.