له زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په «جبري او اختیاري» ډول ایستل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د چنګاښ ۳مه) له ایران او پاکستان څخه يو زر ۱۲۲ کډوال راستانه شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، يو زر ۴۱ تنه له ایرانه او ۸۱ تنه له پاکستانه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال د نیمروز له پل ابرېشم او د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران په افغانستان کې د طالبانو د واک ته د راستنېدو راهيسې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.