د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاروف پرون (جمعه د چنګاښ لومړۍ) د ډله ييز امنيت تړون د سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې وويل چې له افغانستان څخه ګواښونه دوام لري.
هغه زیاته کړه چې د داعش او القاعدې په ګډون د «ترهګرو ډلو مرکزونه» اوس هم په افغانستان کې شته.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې وویل چې د ډله ییز امنیت د تړون غړي هېوادونه له طالبانو سره د «دوامداره او د پروژې پر بنسټ» په خبرو اترو همغږي دي.
ښاغلي لاروف خبریالانو ته وویل، «په ټولیز ډول، موږ د یوې لا باثباته، دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو د رامنځته کولو پلوي یو، چې موخه یې د طالبانو سره د حقيقي پروژو پلي کول وي چې په حقیقت کې د هېواد کنټرول په لاس کې لري. دا د بحثونو په ,بهير کې غالب نظر و چې زه یې نن درته بیانوم.»
دغه روسي چارواکي د دې خبرې په ټینګار سره چې له افغانستانه د ترهګرو ګواښونه دوام لري، زیاته کړه: «طالبان له دغو ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او موږ په دې مبارزه کې ورسره مرسته کول مهم ګڼو.»
تر دې مخکې د روسیې دفاع وزیر هم ویلي وو چې افغانستان لا هم په سیمه کې د «بې ثباتۍ سرچینه» ده.