نړۍ

امریکا په سوریه کې د داعش د یوه لوړپوړي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی 

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټ کام) په سوریه کې د داعش د یوه لوړپوړي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سنټ کام اعلان کړی چې د داعش یو لوړپوړى غړی اسامه جمال محمد ابراهیم الجنابي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د سټ کام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «د امریکا مرکزي قوماندې په سوریه کې هوایي برید ترسره کړ چې د داعش یو جګپوړی چارواکی او تسهیل کوونکی اسامه جمال محمد ابراهیم الجنابيپکې ووژل شو، د هغه مړینه به د سرچينو په خوندي کولو او ترهګريزو بريدونو په ترسره کولو کې د داعش وړتیا له منځه يوسي.»

سينټ کام زیاته کړه چې «په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.»

د سي اېن اېن د راپور پر بنسټ، «د امریکا پوځ په افریقا او منځني ختیځ کې د داعش د چارواکو څارلو ته دوام ورکړى، چې نږدې درې اونۍ وړاندې د سومالیا په یوه لرې پرته سیمه کې په یوه هوايي برید کې درې داعش وسله وال وژل شوي وو.»

د ٢٠٢٤ په اپریل کې، د سنټ کام قوماندان جنرال اېریک کوریلا وویل، «موږ د داعش دوامداره ماتې ته چې دوی په سیمه ایزه او نړیواله کچه ګواښ دى ژمن يو. موږ خپلو هڅو ته د داعش د هغو غړو په نښه کولو ته دوام ورکوو چې له عراق او سوریې څخه بهر د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو په لټه کې دي او د داعش هغه غړي چې د خپلو ځواکونو د بیا تنظيم  لپاره په توقیف کې د داعش د غړو د متلاشي کولو هڅه کوي، تمرکز کوو.»

د سينت کام لخوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ٢٠٢٤کال د جنوري او مارچ  ترمنځ، سنټ کام او د هغې ملګرو په سوریه کې د داعش اووه فعالان وژلي او ٢٧ نور یې نیولي دي. په همدې حال کې په عراق کې د داعش ۱۱ غړي وژل شوي او ۳۶ نور د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.