د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، چې نن به د غرمې په ۱۲ بجې د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي کابل ته راورسېږي.
د هغه په وینا، دغه پلاوي به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.
ښاغلي تکل زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزیرانو په یادو پلاوو کې د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر او د پاکستان د رېل پټلۍ وزیران هم شامل دي.
د پاکستان پلاوی به د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار او د ازبکستان پلاوی به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشري کابل ته راورسیږي.
ښاغلي تکل ویلي: «یاد لوړپوړي پلاوي به لومړی د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) د بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته تر سره کوي. به دې ناسته کې د درې واړو هیوادونو تر منځ په سیاسي تفاهم، ډیالوګ او د ستونزو د حل لپاره په اساسي مسائلو خبرې کېږي.»
تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې کابل ته یې وروستی سفر ډېر ګټور و او پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په هدف په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه لوړه او سفیر وګوماري.
هغه تېر ځل د اپرېل به ۱۹ کابل ته راغلی وو.
