کډوالي

د امریکا د کانګرس غړې: د افغان کډوالو بېرته ایستل د «اعدام حکم» دی

د امریګا د کانګرس غړې، الهان عمر

د امریکا د استازو جرګې غړې، ایلهان عمر وايي چې له امریکا او نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل د «اعدام حکم» په څېر دی.

هغې په «ایکس» کې لیکلي چې امریکا، پاکستان او ایران مکلف دي چې د کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې، په یوه اجرائیوي فرمان سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام لویه برخه بنده کړه. د دې پروګرام له لارې زرګونه کسان، په ځانګړي ډول افغان کډوال چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، سره له دې چې چمتووالي یې درلود او د سفر ټکټونه هم ورکړل شوي وو، خو امریکا ته د دوی الوتنې لغوه شوې.

خو تازه، د امریکا یوه فدرالي محکمې امر کړی چې باید د هغو افغان کډوالو د لېږد او بیا میشتېدو بهیر بېرته پیل شي، چې د امریکا متحدین بلل کېږي.

دا پرېکړه، د امریکا حکومت مکلف کوي چې د هغو افغان کډوالو د دوسیو ارزونه او منل بېرته پیل کړي، چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ مخکې یې د سفر ټکټ اخیستی و او د امریکا پر ژمنو یې جدي باور کړی و.

په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ یوه مؤسسه چې «افغان ایوک» نومېږي، د دې فدرالي پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغو کسانو په منځ کې هغه افغان کډوال شامل دي چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي او دا مهال په قطر کې د «اس‌سیلیه» کمپ کې بند پاتې دي. دا هغه کسان دي چې د امریکا ټولو لارښوونو ته په «ښه نیت» عمل کړی او د پناه غوښتنې لپاره یې هر څه قرباني کړي دي.