افغانستان

په کندهار ښار کې فقط ۱۰ سلنه کورنۍ پاکې اوبه ته لاسرسی لري

په کندهار ښار کې له ۸۰زره کورنیو څخه یوازې اته زره کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو نلونه غځېدلي او په دې وروستیو کې اوبو ته د نه لاس رسي شکایتونه ډېر شوي دي.

د کندهار ښار د دولسمې ناحيې د فامیلۍ په سیمه کې یو خیریه بنسټ توانېدلی چې د سیمې د خلکو لپاره د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره کړي.

خو دا چاره لنډه مهاله ده او ډېر کله د بودجې د نشتوالي له امله د دې سیمې خلک په میاشتو هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

«په بهر کې افغان له زموږ سره مرسته کوي او موږ بیا هره ورځ خلګو ته د پاکو اوبو برابرولو کوښښ کوو، خو بیا هم ځینې وختونه د بودجې له کمښت سره مخ کېږو.»

عبیدالله هم وايي، د دوی ټوله سیمه وچه ده او ډېر کله د سیمې خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او له ډېر لرې ځایه اوبه راوړي.

«دغه خلک تقریبا ۹۰ فیصده د اوبو له کمښت سره مخ دي، چې اکثر برمې او څاګان وچ دي. همدارنګه له څاګانو څخه د اوبو راایستلو لپاره د تېلو اخیستلو پیسې هم نه لري. یا دا چې په ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ روپۍ یو ټانګر اوبه وپېري.»

د کندهار نهمه، ۱۲مه، ۱۳مه او ۱۵مه ناحیه د ښار هغه برخې دي چې د اوبو کچه پکې ډېره ټیټه شوې او خلګ يې د پاکو اوبو له نشت سره مخ دي.

د نهمې ناحیې اوسېدونکي وايي، د اوبو نشت له سختو ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دې ستونزې د حل لپاره لاس پکار شي.

«زموږ په شاوخوا سیمو کې خلک د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي، یا هم له ډېره لرې ځایه اوبه راوړو.»

د کندهار د پاکو اوبو رسولو د ادارې د شمېرو له مخې، په کندهار ښار کې ۸۰ زره کورنۍ دي چې د دغو کورنیو له ډلې یوازې اته زره یې له پاکو اوبو څخه برخمنې دي.

د کندهار د اوبو رسولو سرپرست رییس انجینر جانان آغا خالد وايي، کم امکانات او د ښار پراخوالي د دوی خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

«موږ اوس درې پروژې تر لاس لاندې لرو، کار پر شروع دی او په راتلونکې کې هم نور پلانونه لرو.)).

د کندهار ښار په یو شمېر برخو کې د اوبو کچه تر ۱۸۰ مترو پورې رسېږي چې په تېر یو کال کې دغه کچه ۱۹ متره نوره هم کښته شوې.