نړۍ

په ایران کې اور لګېدنې ۸۳ تنه ټپیان کړل

د ایران په پلازمېنه تهران کې د پلاستیک جوړونې په یوه کارخانه کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۸۳ کسان ټپیان شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په تهران کې یوه روغتیايي چارواکي محمد اسماعیل توکلي ویلي، دا اور لګېدنه پرون (دوشنبه د غبرګولي ۲۱ مه) د تهران په شهریار سړک کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي توکلي د دغې پېښې د ټپيانو شمېر ۸۳ تنه اعلان کړ او ويې ويل چې د پېښې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي: «۳۷ تنه ټپیان د شخصي موټر او د اړوندې فابریکې د امبولانس په واسطه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د ۱۴ تنو ټپیانو درملنه په هماغه ځای کې د بېړنیو متخصصینو له خوا شوې ده.»

دغه ایراني روغتیايي چارواکي د ډېرو ټپیانو حالت د ډاډ وړ بللی دی.

 تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل څرګند نه دی.