افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۲۰۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ اېستلي

له ۲۰۰ څخه زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختیاري» ډول ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تيره يوه ورځ (دوشنبه د غبرګولي په ٢١مه) له پاکستان او ايران څخه ٢١٨ کډوالې کورنۍ اېستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۳۵ کورنۍ د تورخم  او ۲۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په ورته مهال د دغه راپور پر بنسټ، ۲۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او  ۸۵ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې پاکستان او ایران له ۲۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ «جبري او اختیاري» ډول وېستلې وې.