افغانستان سوداګري

ایران: په ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي بهرني شرکتونه د افغانانو ملکیت دی

د ایران د ملکیتونو او املاکو د ثبت ادارې ویاند صفدر کشاورز وايي، په ایران کې د ٥٠سلنه ثبت شوی بهرني شرکتونه د افغانانو ملکیت دي.

د هغه په ​​وينا، دغه شرکتونه د املاکو د پېر او پلور په موخه د ايران د املاکو د ثبت په اداره کې ثبت شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پربنسټ، ښاغلي کشاورز وویل: «له ١٤٠٠ راهیسې ٦زره او ٤٠٩ بهرني شرکتونه [په ایران کې] تاسیس شوي، چې اوس مهال ٥زره او٩٨٧ شرکتونه فعال دي.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د هېواد د سوداګرو په ګډون ډېری هېوادوال د امنیتي ګواښونو او د مناسبو اقتصادي فرصتونو د نشتوالي له امله د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او ترکیې ته ولاړل.

د دغو افغانانو ډېر شمېر يې په دې هیوادونو کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه کړې ده.

که څه هم طالبانو په وار وار د هېواد له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي؛ خو سوداګر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې  په بانکي سیستم کې ستونزې او د زیاتو مالیاتو اخيستل په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې اصلي خنډونه يادوي.