افغانستان سوداګري

طالبانو له آمو سیند څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي

په تیرو لسو ورځو کې طالبانو د آمو سيند له حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د پلورل شویو تېلو ارزښت ۷۱،۶ میلیونه ډالره دی.

د دغه راپور له مخې طالبانو دغه اندازه خام تېل د پروسس لپاره پر کورنیو پانګوالو پلورلي دي.

په همدې حال کې، د دې راپور پر بنسټ، طالبان به نن د وړیا داوطلبۍ له لارې شل زره ټنه نور خام تېل هم وپلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هېواد یو شمېر ښاریان د دوی وضعیت ته په نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي، چې شپه او ورځ هڅه کوي، چې ډوډۍ پیدا کړي. خو له ستونزو سره سره دوی کولی شي د خپلې کورنۍ غړو ته په ورځ کې یوازې د یو وخت خواړه برابر کړي.

دغه ښاريان همداراز وايي، چې ددوى لپاره د کار زمينه  محدوده ده او د بېوزلۍ له ډېرېدو ستړي شوي دي.