نړۍ

د مجارستان لومړی وزیر: لویدیځ غواړي روسیه ماته کړي او شتمني يې لاسه ته راوړي

د مجارستان لومړی وزیر ویکتور اوربان وايي، لویدیځ غواړي چې روسیه په پوځي برخه کې ماته کړي او شتمني يې  ترلاسه کړي.

هغه له «هایر ټي وې»  سره په مرکه کې ويلي: «لویدیځ هیوادونه غواړي چې روسیه په پوځي برخه د ١٩٩٠لسيزې په څېر ماته کړي او ملي شتمني يې  لاسته راوړي.»

د روسیې د تأس خبری اژانس د راپور پربنسټ، هغه همداراز وویل: د لویدیځ مشران چې په جګړه کې دي؛  غواړی روسیه له پوځی پلوه ماته کړی. د دوی پلان ساده دی؛ ځکه چې هرڅه په پیسو پورې اړه لري او دا دوی ته ځواک او نفوذ ورکوي.

ښاغلی اوربان وايي، د لوېدیځ ډېر شريکان د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر هیلمن دي او په «ختیځ کې د یوې بلې لویې پرسترویکاى» خوب ویني او تمه لري چې د اوکراین جګړه به دوی ته په دې برخه کې فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه چې اوس «د وسلو پلورونکي او پور ورکوونکي» هڅه کوي؛ تر څو له دې جګړې ګټه پورته شي.

دغ په داسې حال کې ده، چې سویس باید د « په اوکراین کې د سولې» د نړیوالې غونډې کوربه وي.

روسیې ته د لویدیځو هیوادونو له خوا په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

له بلې خوا چین ویلي چې د روسیې د نه ګډون له امله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

خو تر دې مخکې  اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له امريکا او چين څخه وغوښتل چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

هغه په سینګاپور کې، د شانګری لا په غونډه کې چین د دې غونډې په «قصدي سبوتاژ» تورن کړ.