نړۍ

په واشنګټن کې فلسطین پلوو لاريونوالو د «اسرائیل ضد» شعارونه ورکړل

یو شمیر فلسطین پلوه  لاريون کوونکو پرون (شنبه، د جون ۸) په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د «اسرائیل ضد» شعارونه ورکړل.

دغو لاریون کوونکو په خپل لاریون کې د غزې په اړه د بایډن د ادارې پر تګلارې او پر فلسطینیانو د اسرائیلو د بریدونو په اړه نیوکې وکړې او «له ډی سي څخه تر فلسطین، موږ سره کرښه یو» شعار يې ورکاوه.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د دغو لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه یې د حماس لوګو په تندی باندې اغوستی و، د سپینې ماڼۍ مخې ته یې د څو دقیقو لپاره د جو بایډن يو پر وينو ککړ عکس چې په ټوکر کې چاپ کړی، پورته نيولى و.

په امریکا کې د اسرائیل ضد لاریونونه په داسې حال کې زیات شوي چې اسرائیلي پوځ د غزې پر ځینو برخو خپل ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي دي.

تازه، پرون (شنبه، د جون ۸) په غزه کې د څلورو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۲۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، حماس ویلي چې د دغو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د اسرائیلي پوځ د ځانګړو عملیاتو په پایله کې شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.