افغانستان

بایډن: په سیمه کې مېشت  ځواکونه په افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو ځواب ويلو ته چمتو دي

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه په افغانستان کې  ترهګرو ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي.

د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یو لیک کې ویلي چې امریکايي ځواکونه چمتو دي چې په سیمه کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان څخه رامنځته شوي «ترهګریزو ګواښونو» ته ځواب ووايي.

نوموړي پرون (جمعه د غبرګولي ۱۸مه) په دغه لیک کې زیاته کړې: «په اروپا، افریقا او اوقیانوس کې مېشتو امریکايي ځواکونو د القاعدې او داعش ګواښونو ته په سمه توګه غبرګون ښودلی او دغه ډلې یې کمزورې کړې دي.»

ښاغلی بایډن په داسې حال کې د افغانستان له پولو بهر د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د چمتووالي ډاډ ورکوي چې تر دې وړاندې د امریکا یو شمېر پوځي چارواکو ویلي و چې امریکا به له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د «ترهګريزو» ګواښونو ته ځواب ورکولو وړتيا ونه لري.

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی و.

خو په تازه د تاجکستان د پارلمان مشر او د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان زوی رستم علي امام ویلي چې افغانستان یو ځل بیا د سختدريځۍ او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.

نوموړي په قزاقستان کې د ډلييز   امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمان د استازو په غونډه کې وویل چې د ده دهېواد اصلي اندېښنه د افراطیت، ترهګرۍ او په سیمه کې د افغانستان په محوريت د «جنايتكارو» ډلو رامنځته کېدل دي.

ښاغلي امام وویل چې په افغانستان کې لسګونه وړې او لویې «ترهګرې» ډلې پټنځایونه لري.