ورزش

د کرکټ ملي لوبډلې نیوزلینډ ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې نن سهار (شنبه د غبرګولي ۱۹مه) نیوزلینډ ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه بریا ده چې د ۲۰ آوريزو لوبو نړیوال جام سیالیو کې یې خپله کړه.

د هېواد د کرېکټ لوبغاړو د لوبې په لومړي پړاو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلینډ لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

خو د نيوزلینډ لوبډله د لوبې په دويم پړاو کې دخپلو ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو ټاکل شوي هدف ته ونه رسېده او د افغانستان ملي لوبډلې لخوا يې ماتې وخوړه.