افغانستان

طالبانو له جرمني غوښتي چې افغان اتباع دې درېيم هيواد ته نه استوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هیله څرګنده کړې چې دغه مسله به د «دیپلوماتیکو اجراتو» له لارې د آلماني چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه چې «ګواښ» ګڼل کیږي کړې وې، اداره شي.

عبدالقهار بلخي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په یوه بیان کې وویل، هیله من دی چې طالبان او جرمني به د افغانانو د حقونو د خوندي کولو لپاره دا مسٸله په ډیپلوماټیکه توګه اداره کړي؛ څو افغانان په يوې بهانې له «نامعلوم برخلیک» سره مخامخ نه شي. 

هغه همداراز ویلي چې دریم هیواد ته د افغانانو سپارل د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

عبدالقهار بلخي وویل: «طالبان له الماني چارواکو غواړي چې دا مسٸله د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ د عادي کونسلي تعاملاتو له لارې  د یوه معقول میکانیزم په رڼا کې حل کړي.»

تر دې مخکې د جرمني لومړۍ وزيرې ویلي وو چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی څو د هغو افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي چې د جرمني امنیت ته ګواښ بلل کېږي.