افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۸۰ زره سیلاب ځپلي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي ۸۰ زره کسان مرستې ته اړتیا لري ترڅو بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي دي چې له دغو قربانیانو سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو « بیړنیو  مرستو» ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د افغانستان په ځینو برخو کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې تر ۳۵۰ ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، دغو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي او نظامي جریانونه او د بشري حقونو فعالان د طالبانو له لوري د قربانیانو له وضعیت سره د چلند په څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې دوی په دې برخه کې ناتوانه دي.