افغانستان ښځې

د نجونو له ګډون پرته په افغانستان کې د کانکور ازموینه پیل شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې ازموینو ملي اداره د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پیل اعلان وکړ.

د طالبانو دغه ادارې پر اېکس شبکه لیکلي چې دغه ازموینه نن سهار (پنجشنبه د غبرګولي ۱۷مه) پیل شوه.

سږ کال د کانکور ازموینه د طالبانو له خوا واخیستل شوه چې هیڅ يوې نجلۍ پکې ګډون نه و کړى.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له ستنېدو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.

اوس  نږدې درې کاله تېر شول چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي وي؛ خو طالبانو تر اوسه په خپله پالیسي کې کوم بدلون نه دی راوستی او د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه ډېر کم نظر څرګندوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د نه شتون په اړه د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له سختو نیوکو سره سره؛ طالب چارواکو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.