افغانستان

حکمتیار د بن په غونډه کې د ایران د رول په اړه د جواد ظریف څرګندونې ناسمې وبللې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د بن په غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د طرحو د ردولو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جواد ظریف څرګندونې ادعا او ناسمې وبللې.

ښاغلي ظریف په دې وروستیو کې د ایران د حقوقي څېړنو  انسټيټيوټ په یوه غونډه کې وویل چې د بن غونډه  چې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو لامل شوه، امریکا هڅه کوله چې «ښه طالبان» واک ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، اروپا هڅه کوله چې د افغانستان د پخوانى پاچا محمد ظاهرشاه واک ترلاسه کړي.

خو د هغه په ​​وینا دا پلانونه د ایران له خوا «نابريالي» شول.

ښاغلي حکمتیار پر اېکس یوې ليکنې کې ویلي دي چې «هغه وخت د امریکا جګړه له طالبانو سره وه او دوی نه ښه او نه بد درلودل.»

نوموړی ادعا کوي، چې امریکا غوښتل د افغانستان پخوانی شاه افغانستان ته بېرته ستون کړي د هغې په وينا څو په ایران کې د رضا شاه د زوی واک اعاده کړي.

ښاغلي حکمتیار همداراز ويلي چې د افغانستان شاه د هېواد اداره کولو توان نه درلود او په همدې خاطر یې «د ملت بابا مقام» ورته وروسپارل شو.