نړۍ

اسراییل له امریکا سره د ۲۵ «اېف-٣٥» جنګي الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ

د اسراييلو د دفاع وزير يو آو ګالانت وايي، هېواد يې له امريکا سره د درې ميلياردو ډالرو په ارزښت د ۲۵ «اېف-٣٥» جنګي الوتکو د پېرلو تړون لاسليک کړی دی.

د اسرائيلو ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي ګالانټ له قوله راپور ورکړی چې د دې تړون له مخې به هر کال له دریو څخه تر پنځو  اېف ٣٥ جنګي الوتکې دغه هیواد ته ورکول کیږي او د دغو جنګي الوتکو د اخیستلو پروسه به تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړه شي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر د دغه پوځي تړون د لاسلیک په مناسبت وویل: «په داسې وخت کې چې زمونږ ځینې دښمنان غواړي زمونږ له ستر متحد (امریکا) سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي، مونږ به خپل اتحاد نور هم پیاوړی کړو.»

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه راپور له مخې، د دغو الوتکو لګښت له امریکا څخه اسراییلو ته د دفاعی مرستو په بسته کې ورکول کېږی او د دغو جنګي الوتکو په پېرلو سره به په اسراییلو کې د اېف ۳۵ جنګی الوتکو شمېر ۷۵ ته ورسیږی.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال امریکا ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ به له تل آويو سره ۳۸ میلیارده ډالره مالي مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې دا ډول جنګي الوتکې د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو، يرغليز او هوايي بريدونو کې کارول کېږي او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې اسراييلو په جګړه کې اېف-٣٥ جنګي الوتکې وکارولې.