افغانستان

طالبان وايي، د دوحې د ناستې اجنډا او جزیات له دوی سره شریک شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په خبرو کې ویلي چې د دوحې د درېیم پړاو غونډې اجنډا او جزیات له دوی سره شریک شوي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې  ټول موارد تر څېړنې لاندې دي او طالبانو تر اوسه د دوحې په ناسته کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د دوحې دریمه ناسته به د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د طالبانو په مشروط ګډون له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په ناسته کې پر مالي او بانکي مسایلو، له نشه يي توکو سره مبارزه او د اقلیم د بدلون په اړه بحثونه ددې غونډې د اجنډا د يوې برخې په توګه یاد کړل او ویې ویل چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو څخه د وروستۍ اجنډا ترلاسه کولو وروسته د ګډون پرېکړه کوي.

د طالبانو ویاند وايي:«په ټولیزه توګه د غونډې اجنډا او جزیات تر یوه حده شریک شوي دي؛ خو تر بیاکتنې لاندې دي. کله چې پریکړه وشي موږ به یې شریک کړو.»

په ورته وخت کې د امنیت شورا راپور وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د دې شورا غړي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو امکان په نظر کې لري او که ځانګړی استازی وټاکل شي، د ملګرو ملتونو سرمنشي به په یوه غیر رسمي ناسته کې د هغه د دفتر او یوناما ماموريت سره جلا کړي.

دغه بنسټ زياته کړې چې چین او روسیې د ځانګړي استازي ټاکل تر پوښتنې لاندې راوستی، که څه هم امریکا او بریتانیا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همغږۍ لپاره دا يوه اړتیا ګڼي.

خو د دوحې ناسته به د طالبانو لپاره څه معنی ولري؟

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: « په دوحه کې د دوی نهه مشران د غربي هېوادونو د تعزيراتو له نوملړه  وایستل شي. دوی نه په رسميت پېژندل کېږي او نه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوی ته له سپارل شويو مسٸلو څخه، لکه د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او بشري حقونه چې دوى ته اعلان شوي، تېرېږي.»

که څه هم د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او د یو ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو، د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي او په جوړښتونو کې د ښځو د ونډې وړاندیز کړی؛ خو ظاهراً دا قضيې د دوحې د درېيمې غونډې په بحثونو کې نه شته؛ لکه څنګه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دوی پر اختلافي موضوعاتو خبرې نه کوي. 

خو خلک څه غواړي؟

تر اوسه ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې دورې ناستې د اجنډا او جوړښت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د هغه څه پر بنسټ چې د دې غونډې په اړه د طالبانو له ادرسه راوتلي، داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې او د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک اساسي برخې چې په افغانستان کې د سیاسي او بشري کړکېچ د ختمېدو ضمانت کوي، څنډې ته شوي دي.