نړۍ

امریکا په غزه کې د اوربند د طرحې لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ په لټه کې ده

د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر جوبایډن د پلان د عملي کولو لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا پرون (دوشنبه، د جون ۳) امنیت شورا ته د «یو مخیز پریکړه لیک مسوده» وړاندې کړه.

د راپور پربنسټ، په دې طرحه کې له  حماس څخه غوښتنه شوې چې د دغې طرحې  شرایط  په «غیر مشروط ډول»پلي کړي.

د بایډن لخوا دا وړاندیز شوی طرحه دایمي اوربند ته د رسیدو لپاره د هوکړې شرطونو ته د ښکېلو اړخونو غاړې اېښودو باندې هم ټینګار کوي.

د امریکا د ولسمشر دغه طرحه چې د درې پړاویزې طرحې په نوم یادیږي، یوه اونۍ وروسته له هغې امنیت شورا ته وړاندې شوه چې الجزایر د امنیت شورا ته د «آمرانه» طرحه وړاندې کړه، چې اسرائیلو ته یې د سمدستي اوربند او د يرغمل شويو بندیانو د خوشې کولو «امر» کړى و.

د جمعې په ورځ (مى ۳۱) جو بایډن په غزه کې له جګړې څخه د وتلو لپاره درې پړاویزه طرحه وړاندې کړه، چې د تر يوحده يې د حماس ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د (جي ٧)ګروپ هيوادونو او اروپايي هېوادونو هم د دغه طرحې چې په غزه کې له سولې سره مرسته کوي، ملاتړ کړى دى.