روغتیا

په هېواد کې د ګوزڼ د واکسین دوهم کمپاین پیل شو

د ګوزڼ واکسين دويم کمپاين نن دوشنبه (د غبرګولي په ۱۴مه) په ټول هېواد کې پيل شو.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه څلور ورځني کمپاین کې به ۱۱.۲ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په میاشت کې راپور ورکړ، چې په افغانستان کې په پرله پسې پنځو میاشتو کې د ګوزڼ کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر زېږديز کال په افغانستان کې د ماشومانو د فلج شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.