سوداګري

طالبانو له چينايي شرکت سره د برېښنا۱۵۰ زره میټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړ

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د برېښنا شرکت له چیناي شرکت سره د شاوخوا ۱۵۰ زره دبرېښنا میټرونو د پېرولو تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه دولتي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه قرارداد ارزښت ۲،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د دغه راپور پر بنسټ په دغو برېښنا میټرونو کې «یو فاز او درې فازه»میټرونه شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د برېښنا شرکت شريکانو له ازاد بازار څخه ميټرونه اخيستل، او اوس طالبانو ادعا کړې ده چې ددې تړون په لاسليكولو يې دې شريکانو ته آسانتياوې برابرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چیناي شرکت به د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت له معیارونو سره سم میټرونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې  ده، چې په افغانستان کې د برېښنا مصرف کوونکو په وار وار په هیواد کې د برېښنا د بیې له لوړېدو شکایتونه کړي دي.

يو شمېر دغه مصرف کوونکي وايي، چې ځينې وختونه د برېښنا شرکت له خوا د دوی د برېښنا بيلونه له خپل اصلي لګښت څخه زيات وي.

دغه ښاريان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د برېښنا شرکت له لوري هره میاشت د دوی د برېښنا د مصرف په لګښت کې د پام وړ توپیر باندې هم نیوکه کوي او وايي چې آن د یوې میاشتې د برېښنا لګښت د بلې میاشتې په پرتله لس زره افغانۍ توپیر لري.