سوداګري

د افغانستان لومړنۍ سوداګریزي لارۍ له «لنډمهاله اسنادو» سره پاکستان ته ننوتې

د افغانستان لومړنۍ سوداګریزې لارۍ د پاکستان خاورې ته د«لنډمهاله ننوتلو جواز» سره ننوتې.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې د دغه هېواد حکومت تېره ورځ(غبرګولي ١٣مه) پاکستان ته د افغاني سوداګریزو توکو د ننوتلو په اړه د نویو شرطونو پلي کول پیل کړي دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د دغه هېواد حکومت پاکستان ته د افغان سوداګریزو لارو لپاره د «لنډمهاله  داخلېدو جواز»لازمي کړى دى.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د افغانستان لومړنۍ سوداګریزې لارۍ چې د ننوتو لنډمهاله جواز یې درلود، د کرم په سیمه کې د خرلاڅي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضیاءالحق سرحدي وايي، د ننوتو دا لنډمهاله  جوازونه په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا افغان موټر چلوونکو ته ورکړل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله ویلي چې دوی هم پاکستاني موټر چلوونکو ته ورته اسناد ورکوي.

هغه وايي چې د دوى يو چارواکى له کابل څخه دغه هېواد ته تللى چې پاکستاني موټر چلوونکو ته د «لنډمهاله  ننوتلو جواز» ورکړي.

د دغو راپورونو له مخې، په پېښور کې د طالبانو کونسل وویل:« دا د دوه اړخېز سوداګرۍ  لپاره ښه خبر دی. د دواړو هېوادونو لارۍ اوس د پاکستان او افغانستان هر ښار ته تللى شي.»

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان کړى و، چې شاوخوا شپږ زره افغان راجستر شوي او ٩ زره پاکستاني راجستر شوي لارۍ دواړو هېوادونو ته د سوداګريزو او ترانزيټي توکو په لېږد بوختې دي.