نړۍ

چین: د اوکراین په جګړه کې ښکېلو خواوو ته هيڅکله وسلې نه ورکوو

د چین د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین په جګړه کې ښکېلو خواوو ته به «هیڅکله»وسلې ورنکړي.

د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د چین دفاع وزیر دونګ جون ویلي، هېواد یې تل د اوکراین د مسئلې په اړه «د اعتماد وړ دریځ» لري او د سولې د مذاكراتو ملاتړ کوي.

د دغه راپور پر بنسټ، هغه د شانګری لا (آی آى اېس اېس) په غونډه کې وویل: «چین روسیې او اوکرایین ته وسلې نه ورکوی او د دوه اړخیزو موخو صادرات سخت کنټرولوی».

د چین دفاع وزیر وايي، هېواد یې هېڅکله د جګړې ښکېلو غاړو ته وسلې نه دي ورکړي او د «دوه  اړخېزو توکو (هغه توکي چې له اصلي هدف پرته د نورو موخو لپاره کارول کیږي) صادرات په کلکه کنټرول کړي.»

هغه زیاته کړه چې د هغه هیواد به داسې کار ونه کړي چې د وضعیت د پارولو لپاره لامل شي.

ښاغلی جون وايي چې چین د اوکراین د سولې له خبرو هم ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه بیانيه کې له امریکا او چین څخه غوښتي وو چې په سویس کې د اوکراین د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

خو تراوسه چین په ښکاره توګه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي او که نه.