سوداګري

قرغزستان او تاجکستان پلان لري چې راتلونکی کال پاکستان ته برېښنا ولېږدوي

د قرغزستان د برېښنا وزارت تر ۲۰۳۵ کال پورې د هېواد د برېښنا د ملي پروګرام د پراختیا لپاره یوه پروژه وړاندې کړې چې د دې پروژې د یوې برخې په توګه به قرغزستان او تاجکستان راتلونکی کال پاکستان ته برېښنا صادره کړي.

د کاسا ١،٠٠٠ پروژه چې پر بنسټ به یې له تاجکستان او قرغزستان څخه يوزر۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ورسېږي، په سیمه کې د برېښنا د لېږد له سترو پروژو څخه ده.

له بلې خوا، قرغزستان وړاندوینه کړې چې په ٢٠٢٥ کې به شاوخوا ١.٢٥ ملیارد کیلوواټه بریښنا جنوبي آسیا ته صادره کړي.

د منځنۍ اسیا ټایمز ورځپاڼې راپور پربنسټ، د قرغزستان چارواکي وايي، ددوى هيواد په پام کې لري چې هرکال د برېښنا د تولید او صادرات زیات کړي. په همدې حال کې، تمه کیږي چې د برېښنا سرچينې به په ٢٠٢٦کال کې ١.٧ ملیارده کيلو واټو ته ډېرې شي، د برېښنا د لېږد کچه به په منځنۍ توګه په ٢٠٢٨کال کې ١.٧٥ ملیارد کيلوواټه ساعته وي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په پيل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د «کاسا ١٠٠٠»پروژې د بيا پيل په موخه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

 وروسته له هغه چې د بشکیک او دوشنبه ترمنځ د سرحدي شخړې له امله یې د جوړولو چارې ودرول شوې، دغه هېواد له تاجکستان سره پولې ته څېرمه د لوړ ولتاژ برېښنا مزي په جوړولو پیل وکړ، په افغانستان کې هم د برېښنا مزي بېرته وغځول شول او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې د جوړولو لارې چارې هم ودرول شوې.

بل خوا د طالبانو د ادارې لاندې  د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، دوی نړیوال بانک ته قناعت ورکړى، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې دبرېښنا ځنډول شوې پروژې بېرته پیل کړي. 

طالبان وايي، د «کاسا ١٠٠٠» پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان له قزاقستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد له پروژې هر کال شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړي.