نړۍ

امریکا اوکراین ته اجازه ورکړه چې ددوى د وسلو په کارولو په روسیې «محدود بریدونه» وکړي

امريكا متحده ایالاتو اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر خاوره په «محدود بریدونو» کې امریکایي وسلې وکاروي.

سي اېن اېن راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دا اجازه تیره اونۍ اوکراین ته ورکړې ده.

د دغه راپور له مخې د اوکراین له خوا د امریکا د وسلو کارول د خارکیف ښار ته څېرمه په سرحدی سیمه کې محدود شوي؛ په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې په دې سيمه کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (جمعه د مى ۳۱مه) د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر په ترڅ کې منلې چې بایډن د اوکراین له غوښتنې سره هوکړه کړې ده.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د روسیې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې «يو ګام پرمختګ» بللی دی.

هغه وايي دا به د ده له ځواکونو سره مرسته وکړي چې په خارکیف کې د جنګ د سیمې دفاع وکړي.

په ورته وخت کې سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امریکا دغه پرېکړه ښايي د جګړې د نوي پړاو ښکارندوی وي.