افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: له افغانستانه بهر ته د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ مخ په زیاتېدو دی

د روسیې دفاع وزیر اندرې بلوسوف خبرداری ورکړی چې له افغانستانه بهر ته د ترهګرو او ډلو د خپرېدو ګواښ مخ په ډېرېدو دی.

د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمینه الماتا کې د ډله ایز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو دشورا په غونډه کې ښاغلي بیلوسوف له روسیې سره د پولو امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې د افغانستان وضعيت  له دغه هیواد سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا او د سیمه ایز ثبات د تامین لپاره د لازمو اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کوی.

د روسیې د حکومت دغه لوړپوړی چارواکی وویل:«د مرکزی اسیا په سیمه کې د افغانستان حالات د بې ثباتۍ اصلی سرچینه ده.»

ښاغلي بلوسوف زیاته کړه: «څو افراطي ډلو په دې ځاى (افغانستان) کې پښو اېښودو ځاى پيدل کړى او په ګاونډیو هیوادونو کې یې د خپلو افکارو د ودې لپاره هڅې زیاتې کړي دي. له دې هېواده بهر د ډلو او ترهګرۍ د خپرېدو  ګواښ شته دى.»

 د روسیې د دفاع وزیر همدا راز زیاته کړه چې دا ټول د سیمې په ځانګړې توګه د تاجکستان او افغانستان تر منځ د پولې د ټینګښت په ګډون ثبات تأمين په موخه پرله پسې څارنې او چټکو اقداماتو ته اړتیا لري.

د روسیې حکومت دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې طالبانو په کراتو ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد وکاروي.