افغانستان

په پنجشیر کې د اختر محمد منصور د تلین په مراسمو کې د زده کوونکو «جبري»ګډون

د پنجشېر د پنځو ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي وايي، چې طالبانو په ښوونځيو کې د اخترمحمد منصور چې ددوى پخوانى مشر و د تلین په مناسبت مراسم جوړي کړي و او دغه زده کوونکي اړ شول، چې په دغو مراسمو کې(جبري توګه) ګډون وکړي.

د دغو زده کوونکو د وینا له مخې، دغه مراسم چې زده کوونکو پکې  ګډون لپاره اړاېستل شوي وو په خاتم الانبیاء، ذهن ریوت لېسه، مارشال قسیم فهیم لېسه او خنيج لېسه کې ترسره شول.

طالبانو په اعلامیو کې د خپل پخواني مشر د یاد د مراسمو د ترسره کولو پخلی کړی، خو یو شمېر زده کوونکي وايي چې دوی په کې ګډون ته اړ اېستل شوي وو.

اختر محمد منصور د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د اريانا هوايي شرکت د مسٶل او د طالبانو د هوايي چلند د وزير په توګه هم کار کړى دى. نوموړی د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده چې د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو مشر شو.