نړۍ

اسراییلي پوځ پر غزې د خوراکي توکو د پلورلو بندیز لرې کړ

 په غزه کې د شخړو له امله د مرستو بهیر کمېدو سره هم مهاله، د اسرائیلي پوځ پر غزې اود اسرائيلو لخوا اشغال شوې لوېدیځې غاړو باندې د خوراکي موادو پر پلورلو بندیز لغوه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د فلسطیني چارواکو او مرستندویه کارکونکو په حواله راپور ورکړى، چې د اسرايیلو پوځي چارواکو د غزې سوداګرو ته په دې میاشت کې  له اسراييلي او فلسطيني عرضه کوونکو ته د خوراکي توکو لکه تازه میوې، سابو او لبنیاتي محصولاتو د اخيستلولپاره شين څراغ ښودلى دى.

د اسراييلو دا اقدام د رفح ښار پر سوٸلي سيمې د اسراييلي ځواکونو دبريدونو د بيا پيلېدو وروسته کېږي.

په رفح باندې د اسرائیلو بریدونو، چې غزې ته د مصر یوه مهمه دروازه ده، فلسطین ته د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې بهیر ودراوه. اسراییل د غزې د کړکېچ د کمولو لپاره تر سخت نړیوال فشار لاندې دی. نړیوالو بشري سازمانونو تل په غزه کې د قحطۍ د واقع کېدو خبرداری ورکړی دی.