افغانستان

طالبانو په غزني کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

طالبانو په غزني ولایت کې یو کس د زنا په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د دغه ولایت په ده يک ولسوالۍ کې په«۳۹ درو»  وهل شوی دی.

د دغې خبرپاڼې پربنسټ، طالبانو دغه کس په شل کاله تنفيذي حبس هم محکوم کړی دی.

طالبان وايي، دغه سزا د غزني ولایت په ده يک ولسوالۍ کې د دوی د ابتدایي محکمې له خوا صادره شوې او د سترې محکمې له تصویب وروسته نافذه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان تورن کسان وکیل ته له لاسرسي  او قانون ته له پام پرته سزا ورکوي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طالبانو طريقه  «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.