نړۍ

کربي پر رفح د اسرائیلو برید په افغانستان او عراق کې د امریکا له بمباریو سره ورته وباله

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار باندې د اسرائیلو هوايي برید چې په نتیجه کې یې ولسي خلک ووژل شول، په افغانستان او عراق کې د امریکې له هوايي بمباریو سره پرتله کړ.

د نیویارک پوسټ د راپور پر بنسټ، جان کربي د سپینې ماڼۍ په ناسته کې پر رفح  د اسرائیلو د بریدونو په دفاع کې وویل چې د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې هم ورته کار کړی دی.

هغه په ​​دغه ناسته کې وويل: «مونږ د عراق او افغانستان په شان ځايونو کې هوايي بريدونه کړي دي چې په خواشينۍ سره د ملکي وګړو د مرګ-ژوبلې سبب شوي دي او امريکا متحده ايالاتو هم  د اسرائيلو په شان ځواب ورکړى.»

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند وايي، په افغانستان کې د امریکا د بمباریو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او «په خواشينۍ سره » په همداسې یو برید کې یو پلار او د هغه یو شمېر ماشومان  وژل شوي دي.

ښاغلي کربي زیاته کړه: «موږ هغه جبران کړل، موږ ورڅخه زده کړه وکړه او د هغو د بيا تکرار د مخنيوي لپاره مو يوشمېر رويې وضع کړې. مونږ له همدې حالت  (په غزه کې د اسراییلو د عملیاتو له طریقې څخه)هم  دا تمه لرو.»

هغه د اسراييلو په دفاع  دا هم وويل چې د دغه هېواد پوځ د يکشنبې په ورځ (د مى ٢٦مه) په بريد کې کره بمونه کارولي دي.

کربي وايي، حماس منلې  چې د دې ډلې دوه لوړپوړي مشران هم په برید کې وژل شوي، او دا، دا په ډاګه کوي چې دوی د ملکي خلکو په منځ کې پټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د الجزیرې د راپور پر بنسټ، تېره شپه (د مى ۲۸مه) پر رفح د اسراییلو په تازه برید کې ۲۱ فلسطینیان وژل شوي دي.