افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۲۵۰ ډېرې کډوالې کورنۍ ويستلي

په یوه ورځ کې تر ۲۵۰ ډېرې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «اختیاري او جبري توګه» ایستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (يکشنبه د غبرګولي په ٦مه) له ايران او پاکستان څخه ٢٦٥ کډوالې کورنۍ را ايستل شوې دي.

د دغه راپور پربنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارې هېواد ته داخل شول.

 »د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس پر اېکس ليکلي: « ٢٤ کورنۍ د تورخم له لارې او ٦٨ کورنۍ د سپين بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

 د دغه راپور پر بنسټ، ۷۵ کډوالې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او دغه راز ۹۸ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې (شنبه، د غبرګولي په پنځمه) ۲۴۹ افغان کډوالې کورنۍ په زور او خپله خوښه ایستلې وې.