په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې درې زره افغان کډوال ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ (چهارشنبه د غويي ۲۶) ۲زره۶۲۱ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او په زوره ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغو کډوالو کې کورنۍ او جره ګان هم شامل دي، چې د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
په ورته مهال، دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (چهارشنبه د غويي ۲۶مه) له پاکستانه ۳۷۰ افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پربنسټ، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي چې له پاکستان څخه په راستنو شویو کسانو کې ۷۰ کورنۍ هم شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.