پاکستان او ايران په یوه ورځ کې څه باندې دوه زره افغان کډوال ویستلي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د غويي ۲۲)کې يو زرو ۷۵۹ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو وزارت ویلي چې بې سرپرسته ماشومان هم په دې کډوالو شامل دي چې له ایرانه راستانه شوي دي.
په همدې حال کې طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان تېره ورځ هم ۳۴۹ افغان کډوال شړلي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، له پاکستان څخه په راستنو شويو کسانو کې ٦٥ کورنۍ شاملې دي چې د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو جبري اختياري شړلو ته زور ورکړی او پاکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون د کډوالو دحقونو مدافع سازمانونو هم په افغانستان کې د دغو راستنیدونکو کډوالو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.