افغانستان

پاکستان او ایران په یو ورځ کې څه باندې دوه زره افغان کډوال شړلي دي

پاکستان او ايران په یوه ورځ کې څه باندې دوه زره افغان کډوال ویستلي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د غويي ۲۲)کې  يو زرو ۷۵۹ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا  له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو وزارت ویلي چې بې سرپرسته ماشومان هم په دې کډوالو شامل دي چې له ایرانه  راستانه شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان تېره ورځ هم ۳۴۹ افغان کډوال شړلي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، له پاکستان څخه په راستنو شويو کسانو کې ٦٥ کورنۍ شاملې دي چې د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو جبري اختياري شړلو ته زور ورکړی او پاکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په  ګډون د کډوالو دحقونو مدافع سازمانونو هم په افغانستان کې د دغو راستنیدونکو کډوالو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.